د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنې

د جوز جان ولایت د در زاب ولسوالۍ مقامات وايي، که کمکي ځواکونه ورته ونه رسېږي دا ولسوالي به د داعش وسله والو لاسو ته ورشي.

د درز اب ولسوالۍ سرپرست باز محمد داور نن سې شنبې ازادي راډیو ته وویل داعش وسله وال د ولسوالۍ په سل مترۍ کې دي او امنتیي ځواکونه ګواښي.

چارواکي تائیدوي چې د درز اب په جګړه کې اته افغان سرتېري وژل شوي دي.

د درز اب د سرپرست باز محمد داور په خبره په دې جګړه کې چې له تېرې شپې پیل شوې ده ۱۳ داعشیان هم وژل شوي دي.

بل لورته د جوزجان په مرکز شبرغان کې امنیتي غونډه روانه ده چې په کې په درز اب ولسوالۍ او د دې ولایت په نورو سیمو کې د داعش پر وړاندې په عملیاتو غور کېږي.