د اوکراین ولسمشر سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره ګوري

د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال مایک پینس سره ګوري.

له ډونالډ ټرمپ سره د پترو پروشنکو دا لومړنۍ مخامخ کتنه په داسې وخت کې کېږي چې ټاکل شوې ده د امریکا او روسيې جمهور رئیسان د جرمني په هامبورګ کې سره ویني.

د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې سپینې ماڼۍ ته ځي چې د دې هېواد په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو او روسي پلوه بیلتون پالو ترمنځ له اوربند سره سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا د اوکراین د ختیځ په جګړو کې چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې پیل شوې تر اوسه پورې لس زره او نوي کسان وژل شوي دي.