غني: د کابل په اړه د پلان تطبیق کاري زمینې زیاتې کړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کابل ښار د انکشافي پلان تطبیق به لسګونو زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړه.

ښاغلي غني دا خبره پرون دوشنبه په هغه غونډه کې وکړه چې د کابل ښار پر انکشافي او اقتصادي پلان د غور لپاره په ارګ کې جوړه شوې وه.

غونډې ته د پایتخت زون د انکشاف د خپلواکې ادارې رئيس الهام هوتکي د کابل د انکشافي او اقتصادي پلان د تطبیق لپاره ۱۵ وړاندیزونه مطرح کړل.

په دغو وړاندیزونو کې د کابل سیند پاکول، په کابل کې د ۱۰۰ ښوونځیو او کلینیکونو جوړول، د اوبو وېش او تنظیمول او د ښځو لپاره د مارکیټ جوړول شامل دي.

د ښاغلي هوتکي په وینا د دغو پروژو له کبله به تر یو لک زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې د تمویلوونکو هېوادونو استازو د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پلان هرکلی وکړ او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.