روسیه: هره الوتکه چې د فرات لویدیځې خوا ته راشي هدف یې ګرځوو

روسیې خبرداری ورکړی چې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو هره الوتکه چې د فرات رود لویدیځې خوا ته ورشي هدف به یې وګرځوي.

د روسیې دفاع وزارت دا خبرداری نن وروسته له هغه ورکړ چې پرون د امریکا متحده ایالتونو د سوریې په رقه کې د بشار اسد د رژیم یوه جنګي الوتکه وویشتله.

د الوتکې پیلوټ لادرکه دی.

امریکا متحده ایالتونو ویلي دا کار یې د ډله ییزې دفاعیې په بڼه کړې ده ځکه چې دې الوتکې د داعش ضد ځواکونه په نښه کول.

واشنګټن دا هم ویلي دې الوتکې د سوریې ډیموکراټیک ځواک باندې چې د داعش پر ضد حملې کوي بمبار کاوه او دوی په دې اړه له روسیې سره اړیکه هم نیولې وه.

روسیې رد کړې چې د سو ۲۲ الوتکې تر ویشتلو مخکې له دوی سره کومه اړیکه نیول شوي وي.