د سوريې پوځ تائيد کړه چې يوې الوتکې ته يې سقوط ورکړل شوی

د امريکا ګډو اوپراتيفي قواوو د يکشنبې په ورځ وويل چې یوې جېټ الوتکې F/A-18 سوپر هارنيټ د يکشبنې په ورځ ناوخته وروسته له هغه د سوريې د رژيم يوه SU-22 الوتکه سقوط کړه چې دغې الوتکې د سوريې ډیموکراټيکو قواوو ته نېږدې بمونه وويشتل.

په دې حال کې د سوريې پوځ تائيد کړه چې يوې الوتکې ته يې سقوط ورکړل شوی دی او ويلي يې دي چې پیلوټ يې ورک دی.

د داعش پرضد د سوريې ډیموکراټيکې قواووې د امریکا په مشرۍ د ائيتلاف ملاتړ لري. دغه ځواکونه جلا د ولسمشر بشار الاسد د رژيم د ځواکونو پر ضد هم جګړه کوي.

د سوريې ډیموکراټيکو قواوو جنګيالي د سوريې عرب او د هغوی کرد متحدان دي.

د سوريې پوځ ويلي، دا پېښه د الرصافه سیمې ته نېږدې شوې ده او په دې حمله کې په ښکاره توګه هڅه شوې چې د داعش پر وړاندې د دې هېواد د ځواکونو هلې ځلې تر سیوري لاندې راوستل شي.

په اعلاميه کې راغلي دي چې د داعش پر ضد د سوريې په قلمرو کې د سوريې نظامي ځواکونه يوازينی اغېزمن ځواک ګڼل کېږي.

د ائيتلاف چارواکو ويلي چې د سوريې پر ډیموکراټيکو قواوو د اسد د ځواکونو حمله د طبقه په نوم سیمې ته نېږدې شوې ده چې په نتيجه کې يې د سوريې د ډیموکراټيکو قواوو يو شمېر جنګيالي ټپيان کړي او هغوی يې اړ ايستلي چې له دغې سیمې ووځي.

روسي رسنيو د دوشنبې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له قوله لیکلي چې امريکا باید د سوريې مځکنۍ بشپړتيا ته په درناوي په دغه هېواد کې يو اړخېزه اقدامات ونه کړي.

د ائيتلاف ځواکونه وايي چې دوی د سوريې له رژيم، له روسيې او د رژيم له نورو متحدانو سره جګړه نه غواړي خو د ائيتلاف د قواوو او هغوی د متحدانو څخه د دفاع په خاطر به د هر ډول تهديد پر وړاندي بې تفاوته پاتې نشي.