روسیه: امریکا باید د سوریې ځمکني واکمنتیا ته درناوی ولري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له‎خوا د سوریې حکومت د یوې جنګي جېټ الوتکو د غورځولو په غبرګون ویلي چې امریکا باید د سوریې ځمکني واکمنتیا ته درناوی ولري او له ورته یو جانبه اعمالو لاس واخلي.

روسي رسنیو د سرګي لاوروف په حواله چې نن یې خبرې کړي ویلي په سوریه کې چې ډېرې خواوې ښکېلې دي او هغه لوري چې عملیات کوي باید هر ډول عمل له دمشق سره په همغږي ترسره کړي.

د امریکا یوې جېټ الوتکې پرون د سوريې د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه وروسته له هغې راوغورځوله چې پرداعش ضد ځواکونو يې بمباري وکړه.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف وايي، پرون مازدیګر یوې اېف ۱۸ ډوله جېټ الوتکې د سوریې د هوايي ځواک یوسو ۲۲ ډوله جنګي الوتکه له ځانه د ډله ییز دفاعیې پر اساس وویشتله.

په دې پېښه کې د سوريې د حکومتي الوتکې پیلوټ لادرکه دی.

د سوريې دې غورځول شوې الوتکې د سوريې د ډیموکراټیک ځواک پر وسله والو چې له داعش سره جګړه کوي بمباري کوله.

بل لورته د سوريې پوځ ویلي، د دوی الوتکه په داسې وخت کې ویشتل شوې چې دوی د داعش پر جګړه کې ښکاره پرمختګ کوي.