ایران او چین هرمز تنګي ته نژدې پوځي تطبیقات وکړل

ایران او چین پرون هرمز تنګي ته نژدې پوځي تطبیقات وکړل. دا پوځي تطبیقات په داسې حال کې کېږي چې په خلیج کې د ایران او امریکا د سمندري ځواکونو ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا خبر ورکوي چې په دې تطبیقاتو کې د ایران یوې او د چین دوو کښتیو او همدا راز یوې لوژستیکي کشتۍ او یوې چینايۍ هلیکوپټرې برخه درلوده.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران شاوخوا ۷۰۰ سمندري ځواکونو په پرونیو تطبیقاتو کې برخه درلوده.

دا له ۲۰۱۴ کال وروسته د ایران او چین لومړي سمندري پوځي تطبیقات دي.

د امریکا پوځ د شنبې په ورځ په خلیج کې د قطر له سمندري ځواکونو سره ګډ پوځي تطبیقات وکړل.

د نړۍ له درېیو یوه برخه تیل د هرمز د تنګي له لارې لېږدول کېږي او په خلیج کې د امریکايي او ایراني جنګي کښتیو ترمنځ په تیرو څو کلونو کې څوځلي کړکېچن حالت رامنځته شوی دی.