هوايي حملې په یمن کې پرون یکشنبه لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل

په یمن کې پرون یکشنبه لږ تر لږه ۲۵ کسان په هغه هوايي حمله کې ووژل شول چې ګومان کېږي د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف به ترسره کړې وي.

دا برید چې د یمن په روانه جګړه کې د خونړیو بریدونو یو مثال دی د سعودي عربستان سرحد ته نژدې په صعده Saada ولایت کې چې حوثي یاغیان په‎کې واکمن دي ترسره شوې ده.

د دې ولایت د روغتیا یو مسؤل چارواکي ویلي دي چې دا هوايي حمله د شدا Shada'a ولسوالۍ په یوه بازار کې شوې.

حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرضد جګړه کوي، پر پلازمیې صنعا او د دې هېواد د شمال پر زیات شمېر سیمو ولکه ټینګه کړې ده.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي، د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د حوثي یاغیانو پر سنګرونو هوايي حملې کوي.

د یمن په جګړه کې له لسو زرو زیات کسان وژل شوي او د دې هېواد د عامه تاسیساتو ډیره برخه هم ویجاړه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د ډیری ملکي وګړو د مړینې علت هوايي حملې دي.