امریکايي جېټ د سوريې د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه راوغورځوله

د امریکا یوې جېټ الوتکې پرون د سوريې د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه وروسته له هغې راوغورځوله چې پر داعش ضد ځواکونو يې بمباري وکړه.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف وايي، پرون مازدیګر یوې اېف ۱۸ ډوله جېټ الوتکې د سوريې "یو سو ۲۲" ډوله الوتکه د رقه ښار په څنډو کې وویشتله.

ائتلاف ویلي د سوريې دا جنګي الوتکه يې له ځانه د ډله ییز دفاعې پر اساس راوغورځوله.

په دې پېښه کې د سوريې د حکومتي الوتکې پیلوټ لادرکه دی.

د سوريې دې غورځول شوې الوتکې د سوريې د ډیموکراټیک ځواک پر وسله والو چې له داعش سره جګړه کوي بمباري کوله.

بل لورته د سوريې پوځ ویلي، د دوی الوتکه په داسې وخت کې ویشتل شوې چې دوی د داعش پر جګړه کې ښکاره پرمختګ کوي.