عراقي ځواکونه په موصل کې د پرمختګ په حال کې دي

د عراق د پوځ يو قوماندان وايي پوځيان يې په موصل کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش د مهم مرکز پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

موصل د عراق دويم لوى ښار ګڼل کېږي. داعش ډلې موصل ښار په ٢٠١٤میلادي کال کې ونيوه.

د عراق يوه پوځي قوماندان ډګر جنرال عبدالامير رشيد ياراله چې په نينوا ولايت کې د روانو پوځي عملياتو مشري کوي وايي، د عراق ځانګړي ځواکونه، پوځ او فډرال پوليس د موصل د زاړه ښار د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې چې نن پيل شوي، برخه لري.

د عراق ځواکونه د امريکا په مشرۍ د ائتلاف د هوايي حملو په مرسته د عراق په لوېديځ کې له څو مياشتو راهيسې له داعش څخه د موصل د زاړه ښار د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پرمخ بيايي.

بل خوا د عراق د نهمې فرقې قوماندان بريد جنرال شکري شهاب رويټرز اژانس ته په خبرو کې وويل:

"پوځيان الشفا سيمې ته داخل شوي، چې زاړه ښار ته نږدې دجلې سيند ته څېرمه پرته ده. دښمن سخت مقاومت کوي، نښه ويشتونکي او ځانمرګي بريدکوونکي يې ګمارلي، خو زموږ ځواکونه توانېدلي د ائتلافي ځواکونو او پوځي هوايي چلن د هوايي ملاتړ او د نهمې فرقې د٧٣يم او ٣٦مو لېواګانو د توپخانې د ډزو په مرسته مخکې لاړ شي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو يوې تنظيموونکې ليز ګراندې د جمعې په ورځ ويلي وو، ګومان کېږي، د عراق د موصل په زاړه ښار کې څه باندې يو نيم لک ملکيان راګير پاتې دي، چې سخت دريځي وسلوال يې د بشري ډال په توګه کاروي.

هغې وويل د خوړو او پاکو اوبو د کموالي له کبله وضعيت ډېر نهيلى کوونکى دى.

عراقي ځواکونو د موصل د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات په اکتوبر مياشت کې پيل کړل، په جنورۍ مياشت کې يې د دې ښار ختيځې برخې ونيولې، په بله مياشت يې د ښار د لوېديځې څنډې د نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق پوځ پرون وويل ځواکونو يې د سني قبايلي جنګياليو په مرسته د سوريې سرحد ته نږدې له الوليد سيمې داعش جنګيالي شړلي دي.

دغه ساحه له نن څخه تقريباً درې کاله مخکې د داعش ډلي لاس ته ورغلې وه.

د عراق پوځ پرون په يوه اعلاميه کې وويل د امريکا او عراق الوتکو د عراق په لوېديځ کې د روانو عملياتو په لړ کې د پليو پوځيانو مرسته کوله.

د عراق الوليد ساحه د سوريې سرحدي ښارګوټي التَنف ته نيږدې پرته ده، په التنف کې د امريکا يوه پوځي اډه ده.

له دې پوځي اډې د سوريې په شپږکلنه کورنۍ جګړه کې د داعش، د بشارالاسد د حکومت او د هغه د متحدانو پرضد د جنګياليو د روزنې لپاره کار اخيستل کېږي.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش وسلوالو د عراق الوليد سرحدي بندر د ٢٠١٤م کال د جون پر ٢٢ مه نيولى و.

په هغه کال دغې سخت دريځې ډلې د سوريې او عراق له دولتي ځواکونو ګڼې سيمې ونيولې، د سوريې په رقه او د عراق په موصل کې يې خپل خلافت اعلان کړ.

کله چې الوليد سرحدي بندر د داعش لاس ته ورغى، دې ډلې ته يې چانس په لاس ورکړ چې د عراق او سوريې پر سرحد ولکه ټينګه کړي، په هغه وخت کې داعش ډلې ژمنه کړې وه، چې دغه سرحد به له منځه وړي او په دغو دوو ښارګوټو کې به خپل خلافت تشکيلوي.

د عراق او سوريې هغه جنګيالي چې د امريکا له خوا يې ملاتړ کېږي، په دواړو هېوادونو کې پر داعش ډلې فشارونو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د داعش جنګيالي د عراق له موصل او د سوريې له رقه څخه چې داعش ډلې د خپل خلافت د مرکزونو په توګه اعلان کړي وو، په شا وتمبوي.

عراقي ځواکونه توانېدلي د امريکا په ملاتړ تر ٩ مياشتنۍ جګړې وروسته داعش جنګيالي د موصل پر زاړه ښار رامحدود کړي.

د امريکا متحده ايالات د عراق د دولتي ځواکونو تر څنګ په سوريه کې د سوريايي او کرد جنګياليو چې د بشارالاسد د حکومت پرضد جنګېږي ملاتړ هم کوي، خو روسيه او ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړي دي.