ننګرهار چارواکي: د پاکستاني ډيپلوماتانو د موندنې هڅې پيل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د هغو پاکستاني ډيپلوماتانو د موندنې هڅې یې پيل کړي چې د تېرې جمعې په ورځ سهار د جلال اباد _ تورخم په لاره نادرکه شوي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دوی د دغو کارکوونکو په تړاو نور معلومات نه‎لري، خو ولایتي ادارې د دوی د مندلو لپاره هڅې جدي کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‎خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کس د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال نادرکه شول چې د جلال‎اباد نه د تورخم ته روان وو.