کندزي ماشومان: پلاسټیکي ټوپکو پر ځای دې قلم او کتابچه را وارد شي

په کندز کې لسګونو ماشومانو د پلاسټيکي ټوپکونو او نورو چاودېدونکو توکو پر ضد، د دغه ولایت په مرکز کې یو کمپاین پیل کړی و او له افغان ملي سوداګرو یې وغوښتل چې نور دې د هېواد د ماشومانو د لوبو په نوم جنګي وسایل نه را واردوي او د هغو پر ځای دې ورته قلم او کتابچې راوارد کړي.

دغو ماشومانو همدا راز له امنیتي ځواکونو هم و غوښتل چې په بازار کې د پلاسټيکي ټوپکونو او پټاقیو د پلورلو مخه ونیسي.

دوی وایي:

"زما نوم الیاس دی، موږ له تجارانو غواړو چې نور دې موږ ته پلاســټیکي ټوپکونه او داسې نور جنګي وسایل د لوبو لپاره نه ‎را واردوي، موږ نور جنګ نه غواړو، موږ قلم او کتابچه غواړو."

"زما نوم ثناالله دی، هیله‎من یم چې زموږ ملي سوداګر وروسته له دې د ماشومانو د لوبو په نوم جنګي وسایل راوارد نه‎کړي، موږ له جنګه نفرت او کرکه لرو، د دغو جنګي وسایلو په ځای دې موږ ته د لوبو سالم وسایل راوارد کړي."

په ورته وخت کې په شمال ختیځ زون کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر د ماشومانو د حقونو د ملاټر د څانګې مسؤل بسم‎الله وزیري په خپلو خبرو کې وویل:

"ماشومانو په دې کمپاین کې له امنیتي چارواکو وغوښتل چې بازار کې د پلاسټيکي ټوپکونو د خرڅلاو مخه ونیسي او دوی همداراز له ملي سوداګرو هم وغوښتل چې نور دې ماشومانو ته جنګي وسایل نه راواردوي."

بل‎خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي د ماشومانو له دې کمپاینه خپل ملاتړ اعلان کړ او د کندز ښار دکاندارانو ته یې خبرداری ورکړ چې د پلاسټیکي ټوپکونو له پلورلو او پېرلو څخه ډډه وکړي.

د کندز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي

ښاغلي حمیدي وویل:

"د ښار ټولو دکاندارانو ته خبرداری ورکوم چې د پلاسـټیکې ټوپکونو او پټاقیو له خرڅلاوه ډډه وکړي او که موږ د تلاشۍ پر مهال داسې توکي په دکانونو کې پیدا کړو، نو سر غړوونکو ته قانونې سزا ورکوو او دوکان یې هم ورتړو."

د یادونې وړ ده چې په تېرو اخترونو کې د هوايي ډزو له کبله د کندز په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د دې تر څنګ ماشومانو له پلاسټیکي ټوپکونو او له نور چاودېدونکو توکو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال یو شمېر نور ماشومان یې ټپیان او حتی ړانده کړي وو چې دې مسئلې د اخترونو په ورځو کې د خلکو سختې اندېښنې راپارولې وې.

راپور: اجمل آرین