جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي نادرکه شوي

پاکستان وايي، د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي نادرکه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ دغه دوه کارکوونکي د روانې میاشت په ۱۶مه نېټه هغه وخت نادرکه شول چې پاکستان ته روان وو.

خو دغه وزارت دا نه دي ویلي چې د کونسلګرۍ نادرکه شويو کارکوونکو په کونسلګرۍ کې کومه دنده کار کاوه؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداشان وايي چې په دې اړه یې له افغان حکومت سره اړیکې نیولې او زیاتوي:

"له افغان حکومته مو غوښتي چې د کونسلګرۍ د نادرکه شویو کارکوونکو د موندلو او د دغه ناروا عمل ترسره کوونکي دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري."

افغان حکومت لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.