هند سره د "ځانګړي هوايي ډهلیز" په اړه کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو نن د سیاسي او امنیتي مطالبو تر څنګ پر یو شمېر مهمو اقتصادي مسایلو په ځانګړي ډول د هوا له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه هم یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې په دې اړه خپل د سر په مطلب کې د هندي چارواکو په حواله لیکلي چې د هوا له لارې د افغانستان او هند تر منځ لومړنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه نن یکشنبه له کابله پېلېږي.

په مطلب کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله لیکلي شوي چې د هند افغانستان د هوايي دهلیز پر جوړولو خبرې د تېرکال په دسمبر میاشت کې هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال شوې وې.

په مطلب کې دغه شان په افغانستان کې د هند د سفیر په حواله راغلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د "ځانګړي هوايي ډهلیز" له جوړولو هدف د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

اصلاح ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپل یو مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د ویاند صیام الدین پسرلي په حواله لیکلي چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي دهلیز د فعالیت په پیل سره به له پاکستان سره پر سوداکریزې راکړې ورکړې اتکا کمه شي.

په مطلب کې د ښاغلي پسرلي په حواله دا هم راغلي چې نن به د اریانا افغان هوايي شرکت له لارې ۶۰ ټنه هوايي کارګو چې تر ډېره کرنیز محصولات په کې شامل دي هند ته ولېږل شي او په راتلونکو ورځو کې به بیا په همدې وزن هوايي کارګو چې درمل، خوراکي توکي او د سینګار وسایل په کې شامل دي کابل ته راورسېږي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د کابل او نوي ډهلي تر منځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې ځانګړی هوايي دهلیز په داسې حال کې جوړېږي چې پاکستان د افغانستان او هندوستان د راکړې ورکړې پر مخ لارې تړلې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور په باور افغان او هندې سوداګر اړ شول چې د خپلې راکړې ورکړې لپاره هوايي کارګو ورغوي، خو په خبره یې دا د پاکستان په زیان پرېکړه ده، ځکه د افغانستان او پاکستان اړیکې خړ پړ دي او ښايي چې پاکستان د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا او تر قفقازه پورې خپل سوداګریز توکي او سابه ولېږدوي.

په سرمقاله کې راغلي، که افغانستان د پاکستان په وړاندې ورته اقدام وکړي پاکستان به د سیاسي او پوځي بحرانونو تر څنګ له ملا ماتونکي اقتصادي بحران سره هم مخ شي.