د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه مطلب

واشنګټن اګزاماینر اونیزې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

واشنګټن اګزاماینر د امریکا د دفاع د وزیرجېمز متېس له قوله لیکلي:

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په نوي ستراتیژۍ کې د پاکستان پر خاوره د مېشتو تروریستانو پرضد په مبارزه تمرکز کېږي.

جېمز متېس ویلي په افغانستان کې د هر ډول ستراتیژۍ د بریالیتوب لپاره دا اړینه ده چې دا ستراتیژي د افغانستان له پولو بهر وغځېږي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط واشنګټن اګزاماینراونیزې ته ویلي په نوې ستراتیژۍ کې به متحده ایالاتو پر پاکستان فشار راوړي چې د حقاني شبکې پر ضد ګامونه واخلي.

افغان او امریکايي چارواکي حقاني شبکه د لویو او ډله ییزو بریدونو مسؤله بولي او د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای د دې شبکې په ملاتړ تورنوي.

د امریکا د دفاع له وزیر سره همغږي یوه امریکايي چارواکي چې نوم يې نه دی ذکر شوی واشنګټن اګزاماینر ته ویلي، د دې لپاره چې پاکستان د حقاني شبکې پرضد اقدام وکړي اسلام‎اباد ته باید یو څه امتیاز ورکړل شي.

د مطلب د لیکوال په وینا د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د وسله‎والو پرضد جګړه کې له افغان ځواکونو څخه د ناټو د هوايي ملاتړ بیا پیلول هم شامل وي.

د واشنګټن اګزاماینر په مطلب کې راځي چې د پنټاګون مشر جېمز متېس د نوي ستراتیژۍ په چوکاټ کې افغانستان ته له درېیو نه تر پینځو زرو اضافي سرتېرو پر استولو هم غور کوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر الزهرا جومات د وروستي برید په اړه مقاله خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

په دې برید کې چې دوه ځانوژونکو وکړ د څلورو وژل شووکسانو په منځ کې یو هم افغان سوداګر او خیرخواهشخصیت حاجي رمضان حسین زاده و.

ورځپاڼه لیکي:

رمضان حسین زاده په هم هغې جومات کې ووژل شو چې ده جوړ کړی و.

حسین زاده یوه شخصي روغتون، مارکیټ او یو شمېر ساختماني شرکتونه لرل او د خپلوانو په خبره يې نوموړی یو خیر رسونکی او زړه سوانده انسان او د افغانستان د هزاره وګړو یو مخکښ مشر بلل کېده.

طالبانو د کابل پر الزهرا جومات په برید کې لاس لرل رد کړل او داعش بیا د دې حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

نیویارک ټایمز وايي:

د حاجي رمضان حسین زاده تر وژلو یوه میاشت مخکې د نوموړي پر فسبوک پاڼه لیکل شوي وو.په دې وختونو کې زمونږ تصویرونه له موږ زیات عمر لري.