د سوریې پوځ د درعا ښار په شاوخوا کې ۴۸ ساعته اوربند اعلان کړ

د سوریې پوځ پرون شنبه د درعا ښار په شاوخوا کې ۴۸ ساعته اوربند اعلان کړ.

د سوریې پوځ وویل چې د روغې جوړې لپاره مذاکرو ته د موقع ورکولو لپاره یې اوربند اعلان کړی دی.

تردې اعلان وروسته، په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې خپلواکې ادارې چې مقر یې په لندن کې دی، ویلي چې د پوځ له لوري اوربند ټينګ برېښي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دې اقدام هرکلی کړی او له مقابل لوري يې هم غوښتنه کړې چې اوربند کړي څو د بشري مرستو ادارې په درعا کې له ملکي وګړو سره د مرستې موقع ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم پرون اعلان وکړ چې د جولای میاشتې په لسمه به د سوریې د حکومت او د رژیم د مخالفو ډلو د استازو ترمنځ خبرې په جېنوا کې پېل شي.

مسکو هم اعلان کړی چې د جولای په څلرمه او پینځمه به د سوریې په لانجه کې ښکېلې خواوې، یو وار بیا د قزاقستان په پلازمېنه، استانه کې مذاکرو ته کښېنوي.