د بلخ په ۲۰۹م شاهین قول اردو کې ۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې په پرونۍ حمله کې ۷ امریکايي عسکر زخمیان شوي دي.

دا خبر په کابل کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر خپور کړی او وايي چې حمله یوه افغان عسکر کړې وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حمله کې د قول اردو له منځه شوې خو په زغرده یې نه دي ویلي چې افغان عسکر کړې ده.

ناټو ویلي چې هېڅ بهرنی عسکر نه دی وژل شوی او ټول زخمیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي د افغانستان د پوځ یونیفورم اغوستی و.

رادمنش همدا راز څرګنده کړه چې د حملې په اړه څېړنې پېل شوي دي.

نوموړی وايي:

"زخمیان بهرنیو ځواکونو لېږدولي دي، موږ ته یې دومره راپور راکړی چې زخمیان شته خو څوک نه دي وژل شوي. خو حمله کوونکی یې هم شدید زخمی کړی او اوسمهال زموږ پلاوي څېړنې کوي."

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت خبرپاڼه هم وايي چې په شاهین قول اردو کې د پرونۍ حملې په اړه یې څېړنې پېل کړي دي.