ولسي جرګه: دښمنان په افغانستان کې د مذهبي اختلافاتو هڅه کوي

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس وايي، د ښمنان هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي اختلافات رامنځته کړي.

د کابل په لوېدیځ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات تر مرګونې حملې وروسته ولسي جرګه وايي چې د ښمن غواړي د افغانانو ترمنځ مذهبي جنګ رامنځته کړي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي په داسې حال کې چې دغه برید یې وغنده ويې ویل، افغانان یوموټی دي او هېڅکله به یو له بله جلا نه شي.

ده دغه شان د جدي امنیتي تدابیرو غوښتونه وکړه او په اوسنیو شرایطو کې یې، د یوې مناسبې امنیتي ستراتیژۍ پر جوړولو ټینګار وکړ.

ابراهیمي: وسله وال د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی پروګرام لري چې د افغانستان د مذهبونو او قومونو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي، خو د افغانستان مسلمان او متحد ملت، د هر ډول توطیئو او د سیسو پروړاندې یو موټی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په شپه یوې ډلې وسله والو د کابل ښار په دشت برچې کې، د الزهرا پر جومات برید وکړ چې په ۵ تنه په کې ووژل شول او۶ نور ټپیان شول.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي ترهګر هڅه کوي چې پر جوماتونو او سیاسي ناستو د بریدونو له لارې، قومونو سره بېل کړي.

د دغه برید مسؤلیت داعش ډلې ځان منلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل ښار پر یوه جومات برید کېږي، بلکې پخوا تردې هم په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې، د وسله والو له خوا پرجوماتونو ورته بریدونه شوي دي.

افغانستان په سیمه کې یوازنی هېواد دی چې مذهبي اختلافات په کې نشته حال دا چې دغه اختلافات په پاکستان، ایران، عراق او سوریه کې په تېزۍ سره روان دي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم د دښمنانو له خوا، د مذهبي جنګونو پیلولو ته اشاره وکړه او پر امنیتي ارګانونو یې ټینګار وکړ چې د هېواد د خلکو امنیت ته تدابیر جدي کړي.

غلام حسین ناصري او نادرشاه بحر وویل:

"د افغانستان د ښمنان باید پوه شي چې شیعه د سني وینه ده، دښمن به وکړای شي شیعه ووژني، خو شیعه به له سنې جلا نه کړي."

"امنیتي ارګانونه یا داچې د داسې پېښو مخنیوي ته اقدام نه کوي او یا دا چې توان یې یې نه لري؟ او د ایوه پوښتنه ده."

هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولروخو له بیا بیا اړیکو نیولو سره هم، ونه توانېدو.

خو پخوا تردې امنیتي مسؤلینو ویلي چې شپه ورځ د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي او د ډېرو ترهګرو بریدونه مخه یې نیولې ده.

ځینې کار پوهان هم د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوي.

بشیر بېژن وايي، که څه هم د ښمنان د افغانانو ترمنځ د مذهبي اختلافونو د رامنځته کولو هڅې کوي، خو افغانانو ثابته کړې چې په دغو توطئو، نه تېر وځي.

راپور خان محمد سیند