دفاع وزارت: تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایې د داعش د درېیو غړو په ګډون دولس تنه وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه وسله وال په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

دغه عملیات په ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، خوست، غزني، لوګر، کندرهار، ارزګان، بادغیس، هرات، فراه، کندز، فاریاب، سنمګان او هلمند ولایتونو کې شوي دي.