پوپل: حکومت پر پاکستان د فشار راوستلو له چانسونو سمه استفاده نکوي

د امريکا متحدو ايالتونو د دفاع وزارت يوه چارواکي ويلي، چې د امريکا نوې ستراتيژي به پر پاکستان فشار راولي څو د حقاني شبکې پرضد اقدامات وکړي.

ويل کېږي حقاني شبکه په خلاص مټ د پاکستان په خاوره کې فعاليت لري، له هغه ځايه په افغانستان کې بريدونه پلانوي.

دغه امريکايي مقام د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي لا نهايي شوې نه ده.

د امريکا دفاع وزير جيمز ماتيس تېره اوونۍ کانګرس ته وويل چې په نوې ستراتيژۍ کې به د افغانستان تر څنګ سيمه هم شامله شي.

ايا دا نوې ستراتيژي به واقعا پاکستان مجبور کړي، چې د حقاني شبکې پرضد اقدام وکړي؟

دا پوښتنه صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې په هالنډ کې له مېشت سياسي تحليلګر زکريا پوپل څخه کړې ده

Your browser doesn’t support HTML5

له زکريا پوپل سره مرکه