کوهستاني: په سلو کې ۱۲ افغان زندانیان په مخدره موادو روږد شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو ریاست وايي، د دې هېواد په زندانونو کې په سلو کې له ۱۲ څخه تر ۱۵پورې بندیان په مخدره موادو روږد دي.

په افغانستان کې په لويو او وړو جرمونوکې د افرادو او ډلو تر څنګ يو شمېر معتادين هم لاس لري.

څرنګه چې په کابل کې د نورو ښارونو په پرتله د معتادينو شمېر زيات دی، نو د معتادينو اړوند جرمونو کچه هم پکې لوړه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو رئیس جنرال عبدالحکیم کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، په مخدره موادو روږدي کسان نه يوازي دا چې په غلا‌، وژنو او داسې نورو جرمونو کې لاس لري، ځينې ترورستي ډلې په خپلو فعاليتونو کي هم کار ځنې اخلي.

د ښاغلي کوهستاني په وينا یوازې د کابل څرخي پله په زندان کې څه باندې شپږ سوه بندیان په نشو اخته دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ په سلو کې له۱۲ څخه تر۱۵ پورې هغه کسان چې محبسونو ته راوړل کېږي او پر ځینو یې حکم هم صادر شوی، په نشو روږ دي، اوس داوضعیت د دې لامل شوی چې معتادين جرمونو ته لاس واچوي."

تر دې مخکې د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت هم ويلي و چې په دې هېواد کې د جرمونو د زیاتوالي یو لامل د مخدره موادو استعمال دی.

د دې وزارت یو شمېر چارواکي که څه هم په افغانستان کې د روږدو کسانو د ډېرېدو له امله اندېښنه ښيي، خو د دې تر څنګ دا ادعا هم کوي چي له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه يې د ګڼ شمېر معتادينو علاج کړی دی.

که له يوې خوا روږدي کسان تر جرم کولو وروسته زندان ته استول کېږي، نو له بلي خوا دا شکايتونه هم موجود دي چې خپله په زندانونو کې هم د نشه يي موادو کمی نشته.

څرنګه چې په کابل کې د نورو ښارونو په پرتله د معتادينو شمېر ډېر دی خلک يې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

کابل ښاريان وايي چې نشه يان په رڼا ورځ د دوکان او کور سامانونه ترې غلا کوي او ځینې خلک يې په چاقو او ستنو هم وهلي دي:

1 " زه د پل سوخته یو دوکاندار یم، د پوډریانو څخه تل په تکليف يم، هیڅ داسې ورځ نشته چې له دوکان څخه مې يو شی ورک شوی نه وي."

2 " د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې مې دوه بایسیکلونه ورک شوي دي، پوډريان پوټونه او هرڅه چې په لاس ورشي غلا کوي یي."

3 " نشه يان په همدې پېسو چې د غلا له لارې يې تر لاسه کوي، نشه يي مواد پرې اخلي."

یو شمېر پولنپوهان په دې باور دي چې معتادين د عامې ټولنې په پرتله خپلې کورنۍ ته ډېر زيان رسوي، وژل، غلا، ځورول، کورنی تاوتریخوالی او د خپلو بچیانو وژل هغه جرمونه دي چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې ليدل شوي دي.

اروا پوه استاد محمد ظاهر شمس وايي، مخدره موادو ته اسانه لاسرسی، بې کاري او کورنۍ ستونزې د معتادينو د ډېرېدو عمده عوامل ګڼل کېږي.

ښاغلی شمس وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید د مخدره موادو د زیانونو په اړه پراخ تبلیغات وکړي تر څو په نشه يي موادو د ځوانانو د روږدي کېدو مخه ونیول شي.

راپور: عبادالله حنانزی