ایران: داعش په سیمه کې د امنیت خرابولو هڅې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د وروستۍ چاودنې په اړه به خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په سوریه او عراق کې ځپل شوې او اوس په دې سیمه کې د امنیت خرابولو هڅې کوي.

د جمعې په شپه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه جومات کې درنه چاودنه وشوه او نهه تنه پکې مړه اوزخمیان شول.

دحملې مسئولیت د داعش وسله والو واخیست.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د دې چاودنې د غندلو ترڅنګ ویلي چې تروریستي ډلو پر ملکي افغانانو حملې زیاتې کړې او غواړي چې د بې ثباتۍ اور لاپراخ کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا، د هغه وزارت د ویندوي بهرام قاسمي په حواله ویلي چې په افغانستان کې تروریستي حملې څرګندوي چې اجیر وسله وال د بې ګناه انسانانو ویني ته تږي دي او هېڅ ډول اخلاقي او ایډیالوژیک برید نه پېژني.