ګرجستان او جرمني له افغانستان سره خپل همکاري پراخه وي

د ګرجستان او جرمني دفاع وزیرانو پرون جمعه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپلو همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.

د ګرجستان حکومت خپل نهه سوه عسکر افغانستان ته استولي چې یوسل اوشل تنه یې د جرمني پوځیانو تر قوماندې لاندې خدمت کوي.

د جرمني دفاع وزارت د ګرجستان د پوځيانو په روزنه کې هم مرسته کوي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، د ګرجستان دفاع وزیر د جرمني له دفاع وزیرې سره د نورو مسایلو ترڅنګ، په افغانستان کې پر روان وضعیت او هلته د خپلو ځواکونو د ماموریت پر راتلونکي ږغېدلی دی.