د کونړ ماشومان: له جګړې ستړې یو سوله غواړو

په کونړ کې ماشومان وايي، دوی له جنګ نه تنګ شوي او سوله غواړي.

دوی وايي، که سوله وې دوی ښونځي ته تللی شي او که جنګ وي نو خلک له ټولو حقوقو بې برخې کېږي.

یاد ماشومان وايي، شااوخوا څلوېښت کاله وشول چې په هېواد کې جنګ روان دی هره ورځ پکې په لسګونو افغانان په یو اوبل نوم وژل کېږي، له هغوی کورنۍ پاتې کېږي، همدغه کورنۍ د غربت او سرپرست نشتوالي په وجه دی ته اړې کېږي چې څوک په بازار کې سوال وکړي، څوک په خپلو تنکیو ماشومانو شاقه کارونه پیل کړي او یو شمېر يې بیا په ټولنه کې پر نورو ناوړه کارونو کولو باندې لاس پورې کړي.

ماشومان وايي، جنګ ترې د پلار په ګډون د ژوند ډېر خواږه اخیستي او نور جنګ نه غواړي.

د همت الله او افتخار په نوم دوو تنوماشومانو ازادي راډیو ته داسې وویل:

جنګ نه موږ ستړي یو،جنګ زموږ نه پلار واخیست، موږ يې بې پلاره کړو او موږ يې بې کوره کړو، جنګ بربادي راړوي، جنګ کې ګټه نشته، هغه څوک چې جنګ غواړي موږ يې نه خوښه وو، موږ سوله غوښتونکي خوښوو، ځکه چې سوله کې د ټولو ګټه ده"

"ډېر افغان ماشومان د جنګونو د لاسه یتیمان شول، نور موږ جنګ نه غواړو."

د فضل منان په نوم یو بل ماشوم هم وايي، جنګ ماشومان له زده کړو، غټان له کار اوبارونو او عبادتونو بې برخي کوي په جګړو کې هېڅوک خپل کار په سمه توګه او داډه زړه نشي ترسره کولی.

نوموړي زایاته کړه:

"جنګ سوله له منځه وړي، زموږ د درسونو مخه نیسي، زموږ د خلکو د ژوند او کارونو په وړاندې همدا جنګ ستر خنډ دی."

دوی وايي، کومو هېوادونو کې چې سوله او امن دی هلته خلک هوسا ژوند لري، د ژوند په خوښیو نه مړېږي خو کومو هېوادونو کې چې جنګ دی هغوی په ژړا ګانو او ویرونو ستړي دي.

دغه ماشومان له ټولو وسله والو مخالفینو غواړي چې د خپلو ماشومانو او د ټولو ماشومانو لپاره د امن ژوند تېرولو لپاره دې ټوپک په ځمکه کېږدي او کومه پرېکړه چې د جنګ خلاف حزب اسلامي وکړه همدا لار دې دوی هم خپله کړي.

د کونړ یوه تن ماشوم په دې اړه وویل:

"د محترم حکمتیار صاحب نه نړۍ مننه چې افغان حکومت سره یې سوله وکړه ،موږ له نورو وسله والو هم غواړو چې خپل حکومت سره سوله وکړي او نور جنګ ته د پای ټکی کېږدي ."

په افغانستان کې ډېری مشران او ټول ماشومان د جنګ څخه ستړي دي او په جنګ کې له ښکېلو خوا تل غواړې چې د جنګ پر ځای سوله غوره کړي او دواړه خواوې دې د افغان وژنې څخه لاس واخلي، خو لا تراوسه هم جنګ روان دی.

راپور: روح الله انوري