د کابل دشت برچي حمله کې ۵تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

تازه شمېرې ښيي چې د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېرې شپې په انتحاري حملې او نښته کې پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کسانو کې یو ملي سوداګر او مخور حاجي رمضان حسن زاده هم شامل دی.

د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد خبریالانو ته وویل، د پولیسو یو افسر جومات ته د بریدګرو د ننوتلو مخه ونیوله او د ګڼو خلکو ژوند یې وژغوره:

"پنځه کسان شهیدان شوي دي او شپږ کسان د تېرې شپې په پېښه کې ټپیان دي، موږ په دې ساحه کافي امنیتي ځواکونه لرل او زموږ د پولیسو یو قوماندان له بریدګرو سره مقابله کړې، جومات ته یې د هغو د ننوتلو مخه نیولې ده او توانېدلی چې د سلګونو کسانو ژوند وژغوري."

بل خوا ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به بېلا بېلو اعلامیو کې دا برید د ترویستانو یو جنایت بللی دی او د دوی هغه هڅه یې بللې چې غواړي د افغانستان د خلکو ترمنځ قومي او سیاسي اختلافات راپورته کړي.

د ملي یووالي د حکومت دواړو مشرانو پر افغانانو ټینګار کړی چې د ترهګرو پر ضد جګړه کې دې یو موټي شي.

ولسمشر غني همدارنګه امنیتي ادارو ته امر کړی چې د تېرې شپې په پېښه کې د وژل شویو کسانو د تدفین د مراسمو د امنیت لپاره جدي تدابیر ونیسي او همدارنګه په جوماتونو او عبادت ځایونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.

بل خوا د افغانستان د علماو شورا په جوماتونو او د عامو خلکو د راټولیدو پر مرکزونو باندې بریدونه د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا بللي دي.

د داعش وسله والې ډلې په دشت برچي کې د الزهرا پر جومات د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.