روسیه وايي کېداسې د داعش ډلې مشر سوریه کې وژل شوی وي

د روسیې د دفاع وزارت وايي، ښايي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د روسیې په یو هوايي برید کې وژل شوی وي.

روسي خبري اژانسونو د دې هېواد د دفاع وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې له مختلفو سرچینو یې معلومات تر لاسه کړي چې البغدادي د مې د میاشتې د اته ویشتمې نېټې په هوايي برید کې د رقې ښار په څنډه کې شوې وژل شوی دی.

همدې وزارت ویلي، په دې هوايي بریدونو کې د داعش د څو قوماندانانو په شمول د دې وسله والې ډلې ۳۳۰ وسله وال نور هم وژل شوي دي.

داعش وسله والې ډلې تر اوسه د خپل رهبر وژل کیدل نه دي تائید کړي.

رقه په سوریه کې د داعش د وسله والې ډلې اصلي مرکز ګڼل کېږي چې په دې وروستیو کې پرې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د بریدونو له کبله هم تر فشار لاندې دی.