د افغانستان علما شورا: په کابل کې پر «الزهرا» جومات حمله وغندله

د افغانستان د علماو شورا د کابل وروستۍ حمله په کلکو ټکو وغندله او دا حمله ‌یې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل یاد کړ.

د افغانستان د علماو شورا په جوماتونو او د عامو خلکو د راټولېدو پر مرکزونو باندې برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او هدف یې د بېلابېلو مذاهبو د پيروانو تر منځ د وحدت زیانمنول یادوي.

د دغې شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي د جمعې په ورځ د کابل ښار د دشت برچي سیمې په یوه جومات کې د شوي انتحاري حملې په غندلو سره ازادي راډيو ته وویل:

"پر هر بې ګناه انسان باندې حمله جرم دی، بیا په ځانګړي ډول پر جماعتونو حملې موږ په کلکه غندو، هر چا چې دا عمل کړی دا قاتل،ظالم او د اسلام له اصولو لري بولو، دوی غواړي له یو طرف نه بېګنا انسانان له بلې خوا غواړي چې د خلکو او مذهبونو ترمنځ تفرقه رامنځ ته کړي."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او د حکومت اجرائیه ریاست هم د جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره دغه حملې غندلې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تروریستان هڅه کوي د جوماتونو او سیاسي غونډو په نښه کولو قومي او سیاسي کړکېچ ته لمن ووهي.

همدارنګه د افغانستان اجرائیه ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل د تېرې شپې حمله په کلکو ټکو غندلې او دا حمله ‌یې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل بللی دی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس پر خپل فیس بوک پاڼه هم لیکلي:

د کابل د دشت برچي پر «الزهرا» جومات د تېرې شپې په بريدونو کې ۵ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستیال مراد علي مراد د جمعې په ورځ د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې دغه بریدونه د دوو حمله کوونکو لخوا ترسره شوي دي.

مراد: دغه بریدونه د ددو حمله کوونکو لخوا تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تېرې شپې په دې پېښه کې لږترلږه ۵ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوې دي، امنیتي ځواکونه په خپل وخت وتوانېدل چې د ډېرو ملکي وګړو ژوند وژغوري."

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلى دى.

دې ډلې تېر کال هم د شیعه ګانو پر یوه بل جومات او همداراز په کابل کې د جنبش روشنايي پر لاریون د انتحاري حملو مسؤلیت منلی و.

خو د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ولسمشر امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې ده څو د عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت په خاطر جدي تدابیر ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ