امريکا او قطر ګډ پوځي تمرينات پيل کړل

د امريکا د متحدو ايالتونو پوځ د چهارشنبې په ورځ له قطر سره پوځي تمرينات پيل کړل.

واشنګټن په عين حال کې د خليج پر دغه کوچني هېواد، د جنګي جټ الوتکو د خرڅولو موافقې ته چمتووالى وښود.

دا په داسې حال کې ده چې سپينې ماڼۍ دغه هېواد د تروريزم په ملاتړ تورن کړى و.

د قطر د خبري اژانس په حواله، د امريکا د سمندري ځواکونو دوې جنګي کښتۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي چې د قطر له سمندري ځواک سره په ګډو پوځي تمريناتو کې برخه واخلي.

قطر چې ځينو ګاونډيو عرب هېوادونو او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترويستانو په ملاتړ تورن کړى، په منځني ختيځ کې د امريکا تر ټولو پوځي اډه په کې ده چې شا و خوا ١١زره پوځيان په کې دېره دي او څه باندې ١٠٠ الوتکې ورڅخه الوتنې کوي.

د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت تېره اوونۍ د سيمې د امن لپاره د قطر تعهد ستايلى و.