نیوزویک: په افغانستان کې د اسامه بن لادن زوړ کور داعشیانو ونیو

نیویارک ټايمز ورځپاڼې د "توره بوره، د اسامه بن لادن څلور کښته کلا داعش نیولې ده" ترسرلیک لاندې، په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې داعش د فعالیت په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې لیکل شوي، په غرونو کې پېچل شوې، توره بوره د چهارشنبې په سهار داعشیانو ونیوله.

د مقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې داسامه بن لادن د دې "جنګي کلا" نیول د داعش وسله والو ته سمبولیک اومهم ستراتيژیک بری دی.

نیویارک ټايمز ورځپاڼې دا خبر د افغانستان د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او خلکو په حواله خپور کړی دی او لیکلي يې دي چې وسله والو طالبان د شپې په تاریکه کې، د تورې بورې له سمڅو او غارونو ووتل او وتښتېدل.

د ولسي جرګې غړي حضرت علي په دې اړه له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ادعا کړې توره بوره ځکه داعشیانو ونیوله چې امریکا په اچین کې د هغوی پر سمڅو او غارونو د ټولو بمونو مور بم غور ځار کړ.

د حضرت علي په وینا، له دې امله داعشیانو تورې بورې ته مخکه کړه او نېږدې ۱۰۰۰ وسله وال د دې سیمې د نیولو لپاره را غونډ شوي وو.

حضرت علي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: "ماحکومتي ځواکونو ته خبر ورکړی و چې پر هغوی حمله وکړي، ما ورته ویلي وو چې هغوی د تورې بورې د نیولو لپاره راغلي خو چا مې خبرې ته پام ونه کړ."

د ننګرهار د پچیراو اګام ولسوالۍ اوسېدونکي ملک تور نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې داعشیانو په توره بوره کې د ماربلو یو کان او د تېلو یوه لویه ذخیره نیولي دي.

هغه اندېښنه څرګنده کړې چې که داعشیانو په دې سیمه کې خپلې مالي سرچینې ټینګې او منګولې ښخې کړې، بیا به یې شړل ګران وي.

ملک تور پر حکومت نیوکه کړې چې په دې سیمه کې د داعشیانو د خطر له امله د خلکو خبرو ته یې پام نه و کړی.

نیوزویک:

نیوزویک خپرونې هم د نیویارک ټايمز په څېر د مسئلې په اړه د افغانستان د ولسي جرګې د غړي حضرت علي او ولسي خلکو خبرې خپرې کړې دي.

خپرونې د اسامه بن لادن د افغانستان د زمانې عکس او د هغو سمڅو او غارونو یوه کمپیوټري نقشه خپره کړې چې اسامه بن لادن په توره بوره کې د خپلې استوګنې پرمهال جوړ کړي وو.

نیوزویک لیکلي: "په افغانستان کې داسامه بن لادن زوړ کور داعشیانو ونیو."

توره بوره د ننګرهار په پچیر او اګام ولسوالۍ کې، د سپین غره په لمنو کې، د پاکستان له پاړه چنار سیمې سره غاړه پرغاړه پرته ده.

د نیوزویک خپرونې په حواله، د افغانستان په جګړه کې د امریکا دخالت شپاړس کلن شو خو د افغانستان امنیتي ځواکونه اوس له دوو لویو ګواښونو ، طالبانو او داعشیانو سره مخامخ دي.

په نیوزویک کې لیکل شوي چې تورې بورې ته د داعشیانو ننوتل او د دې غرنۍ سیمې نیول نه یوازې دا چې د دې ډلې قوت څرګندوي، دا هم ښکاره کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه تیاري نه لري.

په نیوزویک کې زیاته شوې چې د داعش وسله والو د تورې بورې د نیولو خبر یوه ورځ ورسته تردې چې دا مریکا جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ د هغه هېواد دفاع وزیر جېمز متېس ته په افغانستان کې د عسکرو د شېمر د ټاکلو صلاحیت ورکړ، اعلان کړ.

متیس ته د سې شنبې په ورځ داصلاحیت ورکړ شو او هغه وویل چې امریکا په افغانستان کې د جګړې دګټلو په حال کې نه ده.

یواس اې ټوډې:

یواس اې ټوډې خپرونې د افغانستان د جګړې په اړه د دفاع وزیر جېمز متیس دا ارزونه د اندېښنې او خواشینۍ وړ بللې ده.

یواس اې ټوډې په دې مقاله کې لیکلي: دا چې د صلاحیتونو دانتقال پرېکړه منطقي وه که ولسمشر یو متقاعد جنرال د نوې ستراتیژي د ناکامۍ په صورت کې، د ملامتۍ بار ته برابرکړ د بحث وړ دی.

خو د یواس اې ټوډې په لیکنه، په دې کې شک نشته چې پر متحدو ایالاتو له هغو تروریستي حملو چې په افغانستان کې پلان شوې وې، شپاړس کاله وروسته، د امریکا تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه له بن بست سره مخامخ او د ناکامۍ پر لور روانه ده.

فارن پالیسي:

په دې اړه چې د امریکا ولسمشر د افغانستان جګړې ته د نورو عسکرو د استولو پرېکړه ولې دفاع وزیر جېمز متېس ته وسپارله، فارن پالیسي خپرونې د لیکوال میکا زینکو مقاله تر دې سرلیک لاندې چې "ټرمپ مشرنه دی. خیالاتي شوی دی." خپره کړې ده.

د لیکوال په باور، د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه غیر مترقبه وه اوخطرناکه ده.

د فارن پالیسي د دې مقالې لیکوال، لیکلي، ډونالد ټرمپ به د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ویل چې که ولسمشر وټاکل شي، تر ټولو سخت کاربه دا وي چې د خطر پر لورد ګلالیو امریکايي عسکرو د استولو پرېکړه وکړي.

خو داسې څرګندېږي چې دا پریکړه دومره ورته ګرانه شوه چې له کولو يې ځان ویوست او پر بل یې ور واړوله.

لیکوال زیاتوي چې که جمهور رئیس ټرمپ غواړي چې د امریکا ښکلي عسکر، له یوې څرګندې ستراتيژۍ او واضح اهدافو پرته افغانستان ته واستوي، خلکو ته باید معلومات ورکړي.

د لیکوال په باور، که چېرې دا ګڼل شوې وي چې دڅو زره نورو عسکرو استول په افغانستان کې مثبت او له مفهومه ډک بدلون راوستلائ شي، نو د امریکا خلکو ته باید وویل شي ځکه امریکائیان حق لري چې وپوهېږي او په دې اړه باید په خپله ډونالد ټرمپ، نه د هغه دفاع وزیر، خلکو ته وینا وکړي.