ځینو دیني عالمانو په افغانستان کې وروستۍ حملې وغندلې

ځينو ديني عالمانو له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې، په افغانستان کې وروستۍ حملې وغندلې.

د اجرائيه رياست په هغه اعلاميه کې چې پرون خپره شوې راغلي، ديني عالمانو وويل، دغه حملې په هېڅ دين او مذهب کې د منلو وړ نه دي.

کابل، خوست او هرات د روژې مبارکې مياشتې پر مهال د وژونکو حملو شاهدان وو.

په هغه حمله کې چې د غبرګولي يا جوزا پر لسمه په کابل کې وشوه، د افغان مقاماتو په وينا تر ١٥٠ ډېر کسان يې په نتيجه کې ووژل شول او تر ٤٦٠ نور ټپيان شول.

د ملي امنيت عمومي رياست ويلي چې دغه حمله په پاکستان کې دېره د حقاني شبکې له خوا د پاکستان استخباراتي ادارې اى، اس، اى په مرسته شوې، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.