دفاع وزارت: د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۴۳ طالبان وژل شوي

افغان چارواکي وايي، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په پوځي عملیاتو کې د دولت ۴۳ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې په مارجه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي.

د نوموړي په خبره تېره شپه افغان هوايي ځواکونو هم په مارجه کې د دولت پر وسله والو مخالفینو بریدونه کړي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه پورې د مارجې د عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مارجه د هلمند ولایت له نا امنو ولسوالیو څخه ده چې څو ځله د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ د شدیدو جګړو شاهده وه.