د امریکا پوځ قطر سره سمندري تمرینات ترسره کړل

سره له دې چې سپینې ماڼۍ قطر د ترورېزم په ملاتړ تورن کړی، د امریکا پوځ د چهار شنبې په ورځ له دې هېواد سره سمندري تمرینات ترسره کړل او هم یې یوه موافقه چمتو کړه چې له مخې یې د خلیج پر دې کوچني هېواد جېټ جنګي الوتکې پلوري.

د قطر د خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا د سمندري ځواکونو دوه بیړۍ پرون دوحه ته ورسېدې چې د قطر له بحري ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.

قطر چې یو شمېر ګاونډیانو یې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرو پر پاللو تورن کړی، په منځني ختیځ کې د امریکا د تر ټولو لویې پوځي اډې کوربه دی.

له دغې اډې شاوخوا ۱۱ زره ځواکونه او له سلو زیاتې الوتکې عملیات مخ ته وړي.

پنټاګون تېره اوونۍ د سیمه ییز امنیت لپاره د دې هېواد د کلکې ژمنې ستاینه وکړه.

په عین حال کې ټاکل شوې وه چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس او د قطر استازي هغه معامله نهایي کړي چې له مخې یې متحده ایالات پر قطر د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت اف ۱۵ الوتکې پلوري.