متېس: افغانستان لپاره به نوې ستراتیژي څو اونیو کې سمه کړم

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر جېمز متېس وایي، دی به د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي په څو اونیو کې سره سمه کړي.

سنا ته په استماعیه غونډه کې جېمز متېس پرون وویل چې ده ته ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک سپارلی دی ترڅو په افغانستان کې د ځواکونو شمېر وټاکي.

د امریکا دفاع وزیر د سنا غونډې ته وویل چې د راتلونکې لپاره خپله لار معلومو او داسې پریکړې کوو چې هم د امریکا له پوځي او هم له بهرني سیاست سره سمون وخوري.

جېمز متېس وویل، د افغانستان لپاره به نوې ستراتیژي په څو اونیو کې ولسمشرته د تصویب لپاره وړاندې کړي.

امریکا د اوس لپاره په افغانستان کې شاوخوا اته زره څلور سوه پوځیان لري.

د امریکایي رسنیو په وینا د امریکا دفاع وزارت غواړي چې له درېيو تر پنځو زرو پورې نور پوځیان افغانستان ته واستوي.