د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده. د متحد ایالتونو دفاع وزیر وایي چې واشنګټن په خپله بهرنۍ تګلاره کې دې مسئلې ته لومړیتوب ورکوي.
جېمز متېس د چهارشنبې په ورځ د سنا استماعیه غونډې ته وویل چې ډېر ژر به د افغانستان د ستراتیژۍ او په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه پریکړه وکړي.
د متحد ایالتونو دفاع وزیر جېمز متېس
متېس وايي:
"ولسمشر ټرمپ تېره ورځ ماسپښین ماته واک وسپاره ترڅو په افغانستان کې د ځواکونو شمېر سره سم کړم. زموږ ځواکونه د اوس لپاره د ترورېزم ضد عملیاتو کې برخه اخلي او د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت ملاتړ کوي، ترڅو د افغانستان خلک وتوانېږي چې له ځانه دفاع وکړي."
ټرمپ: متېس افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه صلاحیت لري
متېس: امریکا دا مهال د افغانستان په جګړه کې ګټونکې نه ده
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د جولای په نیمایي کې د ستراتیژي اعلان دا معنی نهلري چې په څو ورځو کې به په دغه هېواد کې امریکايي پوځیان زیاتیږي.
د جېمز متېس په وینا په افغانستان کې د پوځیانو د زیاتېدو په برخه کې به د امریکا د حکومت له ټولو اړخونو سره سلا مشوره وشي.
د اوس لپاره امریکا شاوخوا اته زره څلور سوه پوځیان په افغانستان کې لري او له څو میاشتو راهیسې د امریکا پوځي قوماندان افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو غوښتنه کوي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس وایي چې د دوی په پوځي ماموریت کې به بدلون رانه شي.
نوموړي زیاته کړه:
متېس وایي چې د دوی په پوځي ماموریت کې به بدلون رانه شي.
"زموږ ماموریت به له لویه سره په افغانستان کې داسې وي چې بدل به نهشي. افغان ځواکونو ته به سلا مشوره ورکوو او روزي به یې، د هغوی ملاتړ به کوو ترڅو هغوی د خپلو خلکو دفاع وکړي او پرې نهږدي چې د افغانستان له خاورې پر موږ یا پر نورو برید وشي. "
د امریکا ترڅنګ د ناټو یو شمېر نورو غړیو هېوادو هم ویلي دي چې افغانستان ته د نورو پوځیانو پر استولو غور کوي.
د امریکایي اژانسونو په وینا، د امریکا دفاع وزارت غواړي له درېیو تر پنځو زرو پورې نور پوځیان افغانستان ته ولېږي.
د دغو رسنیو په وینا د اوس لپاره افغان ځواکونه د افغانستان پر ۶۰ فیصده خاوره واکمن دي او کله ناکله تر فشار لاندې راځي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې له امریکا څخه یې د نورو پوځیانو غوښتنه نهده کړې خو ټینګار کوي چې د امریکا متحد ایالتونه چې هر راز کولی شي د افغانستان جګړه دې پای ته ورسوي.