د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل او اسلام اباد ته سفر کوي

د چین د بهرنیو چارو وزیر.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به روانه میاشت کابل او اسلام اباد ته سفر وکړي څو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي په لارو چارو خبرې وکړي.

کابل ته د وانګ یي سفر د افغانستان جمهوري ریاست تائید کړی دی.

اخوا اسلام اباد ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه د پاکستان د صدراعظم سلاکار له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې داسې وویل:

"د صدر اعظم او اشرف غني صاحب په استانه کې ډېر ښه ملاقات وشو چې دا د تورونو د رد او بدل لوبه زیاته شوې ده او راځئ مخته ولاړ شو او اعتماد جوړ کړو، ظاهره ده چې چین هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي لپاره لېوالتیا لري، د همدې لپاره به هغه «د چین د بهرنیو چارو وزیر» دې میاشتې اخر کې راځي."

د چین ولسمشر په استانه کې د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو منځګړیتوب به وکړي.

تمه ده ژر د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزې غونډې هم د یوې تازه موافقې په اساس له سره پیل شي.