د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالېو کې د وسلهوالو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د غزني قرباغ ولسوالۍ اړوند ګامیشک سیمه کې وسلهوالو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې پر مهال یې ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او درې پولیس هم ټپیان شوي او په خبره چې د پولیسو روغتیايي حالات هم ناسم دي.
نوموړی همدارنګه وايي، په همدې شپه د دغه ولایت په د ده یک ولسوالۍ اړوند تاسن سیمه کې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې وسلهوالو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې پر مهال یې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شول او په خبره چې په یادو بریدونو دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.
ښاغلي امرخېل همدا راز وویل چې په همدې شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت د واغز ولسوالۍ پر مرکز هم بریدونه وکړي چې پرمهال يې د طالبانو د یو مشهور قوماندان ملا رفیع هم وژل شوی.
نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پر مهال د دوی لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په ورته وخت کې بیا وسلهوالو طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه خپل لوري ته مرګ ژوبله نه مني خو وايي چې د یادو بریدونو پر مهال ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.