د چین د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت اسلام اباد ته ځي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به روانه میاشت اسلام اباد ته ځي څو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي په لارو چارو خبرې وکړي.

دا خبره د پاکستان د صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

"د صدراعظم او اشرف غني صاحب په استانه کې ډېر ښه ملاقات وشو چې دا د تورونو د رد او بدل لوبه زیاته شوې ده او راځئ مخته ولاړ شو او اعتماد جوړ کړو. ظاهره ده چې چین هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي لپاره لیوالتیا لري. د همدې لپاره به هغه [ د چین د بهرنیو چارو وزیر] دې میاشتې اخر کې راځي."

د چین ولسمشر په استانه کې د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو منځګړیتوب به وکړي.

تمه ده ژر د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزې غونډې هم د یوې تازه موافقې په اساس له سره پیل شي.