ګوترس: د افغانستان لانجه په سوله ییزې او سیاسي لارې هوارېږي

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي سرمنشي انتونیو ګوترس ویلي چې د افغانستان لانجه په جګړې نه بلکې په سوله ییزې او سیاسي لارې هوارېږي.

انتونیو ګوترس نن کابل ته په رسېدو دا خبره کړې ده.

"د افغانستان په کړکېچ کې ټول ښکېل خواوې باید سره کښيني او په دې پوه شي چې جګړې نظامي حل نه لري، موږ باید سیاسي حل لارې ولټوو او سولې ته اړتیا لرو."

تمه ده ښاغلی ګوترس وروسته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي مخکې ویلي و چې د ملګرو ملتونو سازمان په سختو او له کړاوونو ډکو حالاتو کې له افغانستان سره ولاړ دی.