ارزګان چارواکي: خاص ارزګان کې ۵ طالبان او یو پولیس وژل شوی

د ارزګان سیمه‎ییز امنیتي چارواکي د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۵ وسله وال طالبان او یو پولیس وژل شوي دي.

د دغه ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار شاوخوا ۶وسله‎والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د ششت شپر په سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې یادو بریدونو د غرمې تر لسو بجو پورې يې دوام وکړي او په خبره چې پر مهال يې ۵ وسله‎وال طالبان وژل شول چې مړي يې اوس هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي او ۲ نور ټپیان شول.

نوموړی وايي، د یادو بربدونو پر مهال یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.