مسیر: د امریکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار شته؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ او د هېواد روانو ترینګلو امنیتي حالاتو په اړه لیکنې او مقالې خپرې کړي دي.

مسیر:

خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار شته؟ پوښتنه مطرح کړې ده او لیکلي دي؛ ویل کېدل چې تېره میاشت به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره اعلانېږي خو لا هم سپینه ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي.

د سرمقالې لیکوال لیکي؛ د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې پرځای پر سوله تمرکز وشي خو دا چاره د ټرمپ په نوې تګلاره کې نه ښکاري.

په سرمقاله کې د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس له قوله راغلي چې د امریکا نوې ستراتیژي به یوازې په جګړه ځپلي افغانستان تمرکز نه کوي بلکې سیمه ییزه به وي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د ښاغلي متېس له خبرو داسې ښکاري چې نوموړی په پاکستان کې د وسله والو خوندي ځایونو ته اشاره کوي.

ملي ارمان:

خپلواکې ورځپاڼې پاکستان باید د ترورېستانو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه لا ډېر رسوا شي تر عنوان لاندې په خپلې سرمقاله کې کښلي چې پاکستان تر بل هر وخت د نړیوالو تر سخت فشار لاندې دی نو ځکه هڅه کوي چې د څو اړخېزو ناستو په ترسره کولو ځان له دې فشاره راوباسي.

سرمقاله وړاندې لیکي؛ که څه هم افغان حکومت دا ویلي چې له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه يې اسناد او شواهد ناټو او امریکايي سناتورانو ته وړاندې کړي خو افغان حکومت ته پکار ده چې د پاکستان د منزوي کېدو په برخه کې له رامنځ ته شوي فرصت څخه لا زیاته ګټه واخلي.

ویسا:

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ناامني اوس په ولایتونو کې نه ده بلکې د کابل وروستۍ غمیزې دا وښودله چې ټول هېواد ناامنه دی او د ارګ او څو پخو دیوالونو ترشاه د اوسېدونکو پرته چې د امن لپاره يې ښارونه په زندانونو بدل کړي دي نور ولسي وګړي هېڅ د امن احساس نه لري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا افغان وګړي په پراخه کچه د خپل نظام تر څنګ ولاړ دي تر عنوان لاندې سرمقاله کې لیکي چې ولسمشر غني د کابل د وروستیو غمیزو وروسته د ملت له بېلابېلو قشرونو او استازو سره لیدنو ته زور ورکړی دی.

د سرمقاله لیکونکې په خبره په دغه لیدنو کې د بېلابېلو سیمو او قومونو استازو د نظام تر څنګ د ودرېدو هوډ تازه کړی او دا ډاډ يې ورکړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې نظام له ننګونو سره مخ کړي او خنډونه رامنځ ته کړي.