عراق کې د مسمومو خوړو له امله ۲ تنه مړه او سلګونه ناروغه دي

عراقي چارواکي وايي، موصل ښار ته نېږدې د بې‎ځایه شوو په یوه کمپ کې، د مسمومو شویو خوړو له امله دوه کسان مړه او سلګونه نور ناروغه شوي دي.

د عراق د روغتیا وزیرې ویلي، د مسمومو شوېو خوراکي موادو د خوړولو په نتیجه کې ۷۵۲ کسان ناروغه شوي دي.

د روغتیا وزیره عادله حماد وایي، دا خواړه د یوه نادولتي سازمان له‎خوا د بې‎ځایه شویو کمپ ته ورکړل شوي او دا لا نه‎ده روښانه چې خواړه په قصدي ډول مسموم شوي او که څنګه؟

د بې‎ځایه شویو په دغه کمپ کې هغه زرګونه کورنۍ مېشتې دي چې پر موصل د عراقي ځواکونو له پراخ برید وروسته له‎دې ښاره تښتېدلي دي.