د لوګر ولایتي شورا وايي دې ولایت کې بهرنيو جنګیاليو مرکزونه جوړ کړي

د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې په‎دې وروستیو کې د یاد ولایت په ځینو ناامنو ولسوالیو کې بهرني جنګیالي ځای پرځای شوي او د لوګر او نېږدې ولایتونو د امنیت د خرابولو هڅې يې پیل کړي دي.

دوی په ځانګړي ډول څرخ، خروار او ازره هغه ولسوالۍ بولي چې بهرني جنګیالي په کې فعالیت لري او د هغوی په وینا چې ازره کې تازه د چیچین او ازبک جنګیالیو یو شمېر کورنیو هم اړولي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئيس ناصر غیرت د ازادي مشال څانګې ته وویل چې په لوګر کې بهرني جنګیالي په نویو او عصري وسلو سمبال دي او ځینو سیمو کې يې ښکاره مرکزونه جوړ کړي دي.

ناصر غیرت زیاتوي:

"بهرني جنګیالي څه موده مخکې په څرخ یا خروار ولسوالۍ کې هم ښکاره شوي وو چې بیا د عملیاتو په نتیجه کې هلته چیچینیایان له منځه ولاړل، اوس هم ازرې ولسوالۍ ته خارجیان د دولت خلاف جنګ لپاره راغلي دي او هلته د داعش تر نامه لاندې فعالیت کوي، هلته ښکاره مرکزونه لري چې دا نه یوازې د لوګر لپاره بلکې د افغانستان لپاره هم یو لوی ګواښ دی."

د ولایتي شورا مشر ناصر غیرت زیاتوي، د لوګر امنیتي حالت د خرابېدو په حالت کې دی او اوس د کابل -لوګر لاره هم امن نه‎ده پاتې شوې.

د ولایتي شورا یو بل تن غړی ډاکټر عبدالولي وکیل وایي،لوګر کې پخوا هم بهرني جنګیالي موجود وو، خو په اوس کې یو شمېر نوې کورنۍ يې ارزې ولسوالۍ ته راغلي او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي.

د لوګ د ولایتي شورا یو غړی ډاکټر عبدالولي وکیل

وکیل وویل:

"کله په څرخ او کله په ازره کې په دا اطرافي ولسوالیو کې بهرني جنګیالي لیدل شوي او لیدل کیږي، همدا اوس په روزه کې په ازره کې خواوشا ۱۲ کورنۍ چې اکثریت چیچین او ازبک بلل کېږي، خلک ورسره په ژبه باندې نه پوهېږي راغلي وو او هلته شتون لري، البته ګرځنده خلک دي، داسې ثابت حالت نه‎لري، دا هغه ډلې دي چې غواړي د جګړې دوام ته لمن ووهي او د افغانستان جګړه اوږده کړي."

بل‎خوا د لوګر والي حلیم فدايي له مخکې هم په یاد ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو فعالیتونه مني او زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په ځانګړي ډول څرخ او خروار کې هغوی ته ځاني او مالي تلفات اوړېدلي، خو د ازرې په باب وايي چې په‎دې اړه د دوی کشفي او استخباراتي ادارو د مالوماتو راټول پیل کړي دي.

د لوګر والي حلیم فدايي

د لوګر والي وړاندې وویل:

"په‎دې اړه موږ لومړني معلومات لرو چې په څرخ او ازره کې د بهرنیو طالبانو د شتون خبره کېږي او په‎دې اړه باندې په‎دغو وروستیو عملیاتو کې په څرخ کې ځینې خارجي طالبان وسله‎وال شول، اما د ازرې په اړه موږ اوس څېړنه کوو، کشفي ارګانونه ورباندې کار کوي چې ایا دا خارجي طالبان موجودیت لري، که لري يې څومره دي او د دوی اجنډاء او مفکوره څه ده."

د لوګر والي وايي، په‎دې هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې جګړه ده او هغه خلک چې د افغانانو خلاف وي، ممکن د افغانستان د بې ثباتی او د افغانانو د ځورولو کوښښ وکړي، خو افغان ځواکونه يې مقابلې ته تیاری لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په شمال ختیځ کندز، بدخشان او یو شمېر نورو سیمو کې هم افغان امنیتي مسؤلینو او ځايي خلکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د وسله‎والو په لیکو کې ازبک، چیچین، تاجک، وزیرستاني او نور بهرني جنګیالي هم شتون لري.

راپور: نجیب الله الوخېل