مټیس: د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه سپارښتنې ټرمپ ته سپارم

د امریکا دفاع وزیر وايي چې د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه خپلې سپارښتنې به ډېر ژر ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وړاندې کړي.

جېمز مټیس وايي چې د متحدو ایالاتو په نوې ستراتیژي کې به یوازې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره نه، بلکې په سیمه‎ییزه کچه اقدامات شامل وي.

ښاغلي مټیس تېر ماښام د کانګرس د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د څرګندونو پر مهال وویل، د دې ستونزې د حل لپاره به د سیمې په کچه اقدامات وشي.

ده زیاته کړه چې په دې اړه به خپلې سپارښتنې ډېر ژر د پرېکړې لپاره ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.

د رسنیو د راپورونو له‎مخې مټیس به افغانستان ته د درېیو او پنځو زرو تر منځ د اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړي، څو د افغان حکومت او طالبانو په جګړه کې روان ولاړ حالت مات کړي.