نړیوال بانک: پڅه اقتصادي وده د افغانستان راتلونکی ګواښي

نړيوال بانک وايي چې د بې‎وزلۍ او ناامنۍ پراخوالی او پڅه اقتصادي وده، د افغانستان راتلونکی ګواښي.

دغه بانک په خپله نشراتي پاڼه کې په افغانستان کې د بې‎وزلۍ په اړه هغه وروستي راپور ته اشاره کړې چې د دغه هېواد اقتصادي وده په‌کې له خطر سره مخامخ ښودل شوې ده.

د نړیوال بانک په وینا، له نا امنیو او سیاسي انتقال تر څنګ ګڼو نورو ستونزو هم د افغانانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او تمه نه‌شته چې اقتصادي وده له سیاسي انتقال نه مخکې کلونو ته ورسېږي، بلکې دا وېره شته چې د ناامنیو له امله لا پڅه شي.

نړیوال بانک وایي، که دغه وضعیت کنټرول نه‎شي، ښایي ټولنیز نظم لا کمزوری او اقتصادي وده له خطر سره مخ کړي.