خوستي خبریالان وايي، معلوماتو ته پوره لاسرسی نه‎لري

د دوشنبې په ورځ په خوست کې د یو شمېر رسنیو خبریالانو او مسؤلینو له ملکي او پوځي ادارو وغوښتل چې ولسوالیو او ناامنو سیمو ته دې د تګ پر مهال د هغوی د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

دوی معلوماتو ته په لاسرسي کې ځنډ د یو شمېر رسنیو کمزوری اقتصادي حالت او د مسؤلینو له‎خوا د ځنیو خبریالانو سره توپیري چلند هم د هغو ننګونو په توګه یاد کړ چې رسنۍ او خبریالان‎ یې په خپل کاري ډګر کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ملکي او پوځي ادارو استازو سره د خبریالانو او رسنیو د مسؤلینو د همغږۍ او ستونزو شریکولو یاده غونډه د خوست مېډیوټیک دفتر له‎خوا بلل شوې وه.

بل‎خوا د خوست د ولایت مقام په استازیتوب د بشري سرچینو رئيس نقیب‎الله متونوال هم ډاډ څرګند کړ چې د ژورنالیستانو د خوندیتوب، هغوی ته د معلوماتو د لاسرسي او د رسنیو پر وړاندې د ځینو ځايي مسؤلینو له‎خوا احتمالي دوه ګونی او توپیري چلند پای ته ورسوي، تر څو له‌دې لارې د ادارو او رسنیو تر منځ باور او همکاري پیاوړې شي.