نواز شريف به د اداري فساد پر وړاندې پلټونکي کمېسیون ته حاضر شي

ټاکل شوې ده د پاکستان صدراعظم نواز شريف د پنجشنبې په ورځ د اداري فساد پر وړاندې پلټونکي کمېسیون ته حاضر شي.

د دغه هېواد يوه دولتي وزیر ويلي چې نواز شریف به د ده پر کورنۍ د اداري فساد د تورونو په قضيه کې ياد کمېسيون ته حاضرېږي.

پر نواز شريف او اولادونو يې په يوه قضیه کې د فساد تور دی چې له کبله‌يې د صدراعظم د حکومت د سقوط خطرونه زیات شوي دي.

دا وروسته له هغه چې تېر کال د پاناما په نوم اسناد افشا شول چې له پاکستانه په بهر کې يې د ده د کورنۍ سره د اړوندو تجارتونو معلومات خپاره کړل.

د معلوماتو او خپرونو وزيرې مريم اورنګزېب د پاکستان جيو ټلوېزيون ته په دې اړه وويل:

"هو حکومت د ګډ پلټونکي ټيم څخه داسې ليک تر لاسه کړی دی چې په‎کې ده ته امر شوی دی دغې کمېټې ته حاضر شي او دی به هلته حاضرېږي."

دغه لیک چې پر ټولنيزو رسنيو هم خپور شوی، د ګډ پلټونکي ټيم د غړو له‎خوا لاسليک شوی دی او له ښاغلي شريفه غواړي چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یادې کمېټې ته حاضر شي.

دا لیک له صدراعظمه غواړي چې له قضيې سره اړوند اسناد هم له ځان سره وروړي.

په اپرېل مياشت کې د پاکستان سترې محکمې د اداري فساد پر وړاندې یوه ګډ پلټونکي ټيم او د پاکستان استخباراتي ادارې «ای. اېس. ای» او د پوځ استخباراتو ته حکم وکړ چې د دې ادعا په اړه تحقيات وکړي او په ۶۰ ورځو کې خپل راپور جوړ کړي.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د نواز شريف پر ضد د پلټنو غوښتنه کړې او له صدراعظمه‌يې غوښتي چې د تحقيقاتو تر بشپړېدو پورې استعفا ورکړي.

عمران خان هم د نوازشريف پرضد د پلټنو غوښتنه کړې

دا ناندرۍ هغه مهال پيل شوې چې تېر کال د موساک فونسکا " Mossack Fonesca" په نوم د پاناما یوه حقوقي شرکت ۱۱.۵ میليونه محرم اسناد خپاره کړل او د نړۍ د بډايه او قوي کسانو هغه تجارتونه‌يې افشا کړل چې له خپلو هېوادونو دباندې يې پر مخ وړي.

په دغو اسنادو کې د شريف له څلورو څخه درېیو اولادونو، د ده د لور او سياسي ځای ناستې مريم او د دوو زامنو حسن او حسین نومونه ياد شوي وو.

په دې قضيه کې د هغو پيسو په اړه پوښتنې کېږي چې د ښاغلي شريف اولادونو ورباندې په بهر کې د دغو شرکتونو له لارې په لندن کې د لوړو بيو شتمنۍ پېرلې وې.

واکمن مسلم لیګ نواز ګوند ټينګار کوي چې دغه پیسې په پاکستان او بهر کې په قانوني توګه د کورني تجارت له لارې ګټل شوې وې.