انتونیو ګوترس له امام علي رحمان سره په بشري مسایلو غږېدلی

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترس د تاجکستان له ولسمشر سره په بشري مسایلو خبرې کړې دي.

سرمنشي ګوترس له امام علي ‎رحمان سره تر لیدنې وروسته نن د دوشنبې په ورځ په دوشنبه ښار کې رسنیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري څانګې د وړاندیزونو د تطبیق لپاره به له تاجکستان سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترس منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل لومړنی سفر له قزاقستانه پیل کړ.

هغه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د جون په اتمه د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې برخه اخیستې وه.