ننګرهار چارواکي: ۳ ملکیان د امریکایي ځواکونو په ډزو وژل شوي

په ننګرهار ولایت کې درې افغان ملکیان نن د امریکايي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب رویټرز ته ویلي چې دا ملکیان وروسته له هغه د امریکایي پوځیانو په ډزو کې ووژل شول چې د دغو پوځیانو موټر د سړک غاړې په ماین وخوت.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي هم پېښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې وژل شوي یو سړی او د هغه دوه زامن دي.

امریکايي پوځیانو تازه په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د پوځيانو موټر یې د سړک غاړې له بمي حملې سره مخ شو او وروسته پرې د سپکو وسلو ډزې وشوې چې دغو پوځیانو د ځان د دفاع لپاره ډزې کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ملکیانو ته هم د مرګ ژوبلې د اوښتو رسمي ادعا نه ده شوې.

د ډي پي اې اژانس په حواله طالبانو د سړک غاړې بمي حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي پنځه بهرني سرتیري یې وژلي دي.