ځایي امنیتي چارواکي: "ای. اس. ای" په کونړ کې داعش وسله‌وال رهبري کوي

د کونړ امنيه قوماندان وایي، د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې داعش یا اسلامي دولت ډلې خپل فعالیتونه پیل کړي او په خبره‌یې چې په دغو ولسوالیو کې روزنیز او د جلب او جذب مرکزونه هم لري.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه‎ګل همت د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغې ډلې د کونړ په یو شمېر لیرې او نېږدې سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

همت زیاته کړه:

"دوی په مزار دره کې هم خپل فعالیتونه شروع کړي، یعنې تهاجمي فعالیتونه‎‌یې د جلب او جذب له حالته راوتلي، په وټه‎پور، په پېج‎درې او ناړۍ ولسوالۍ کې يې هم فعالیتونه پیل کړي دي."

جمعه‌ګل همت وايي، د داعش وسله‎والو سره بهرني روزونکي او جنګیالي هم موجود دي.

ښاغلی همت ادعا کوي:

"دوی سره پنجابیان هم شته او د «ای. اس. ای» په مستقیم دستور رهبري کېږي، د دې تر څنګ ورسره چیچینایان او عربان هم شته، دوی د عربانو او پاکستانیانو له‎خوا تمویلېږي، دا اوس دوی په ناړۍ ولسوالۍ کې د نرنګ په مرکزونو شروع کړې ده چې هلته د «ای. اس. ای» اداره او پجابیان په‎ دې کې دخیل دي، په شمول د ۷ نفرو عربانو او چیچینایانو چې دوی ته روزنه ورکوي."

خو جمعه‎ګل همت وایي چې د دغې ډلې د ځپلو او نیولو لپاره پوره چمتووالی لري.

په تېر کال کې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې داعش یا اسلامي دولت وسله‎والې ډلې سر راپورته کړ، هلته د افغان ځواکونو او یادې ډلې تر منځ مخامخ نښتې هم شوي چې په‎کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې، له‎ دغو جنګونو او سختو بمباریو وروسته دغې ډلې کونړ ته مخه کړه او دلته‎يې خپل فعالیتونه پیل کړل.

د ښاغلي همت د دغو ادعاو په اړه تر اوسه پاکستان او یا کومې خپلواکې سرچینې نظر نه‌دی څرګند کړی، خو وړاندې له دې پاکستان تل د افغانستان له‌خوا تورونه رد کړي دي.

راپور: روح‌الله انوري