د هلمند سرحدي پولیسو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې روژه ماتی

نیم نړېدلی سنګر، وطني شړومبې او د هلمند ولایت د سرحدي پولیسو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې روژه ماتی.

د لښکرګاه په درېیمه حوزه کې سرحدي پولیس وايي، د وسله‌والو طالبانو نه نه‌وېرېږي، خو هغوی د روژه ماتي پر وخت بریدونه کوي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لښکرګاه د بشران سپیني کوټې ته تللی دی او د افغان ځواکونو سره‌یې یو ماښام روژه ماتی کړی دی.

د هلمند سرحدي پولیسو سره د جګړې په لومړي کرښه کې روژه ماتی

الیاس داعي وايي، ډزې کمې شوې دي، خو د ونو د ګڼوالي سره په کورونو او دېوالونو کې تېرکښونه هم زیات شوي دي.

داعي په خپل راپور کې وايي، مېوې په خاص ډول توت پاخه شوي، خو سرحدي پولیس‌يې د امانت‌دارۍ څخه نه‌خوري او د ناامنیو څخه‌يې بل‌څوک خوړلو او ټولولو ته ورتللی نه‌شي.

په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور